لوګر کې د هېواد په کچه د نوموتي انقلابي شاعر مرحوم ګوهري په نوم ادبي بهیر پرانیستل شو

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۳:۴۹
...

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د هېواد په کچه د نوموتي انقلابی شاعر مرحوم ملادرمحمد ګوهري په نوم ادبي بهیر د پرانیستلو ترڅنګ ماښامنۍ مشاعره هم ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د یاد بهیر د پرانېستلو او مشاعرې څخه موخه د شاعرانو د ادبي تندې خړوبول وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې د دغه ادارې ټول امکانات د شاعرانو په خدمت کې دي، ترڅو په دومداره توګه د بهیر له لارې ناستې او مشاعرې ترسره کړي.
همداراز ښاغلي صمیم؛ مرحوم ملادرمحمد ګوهري د دوو انقلابونو مخکښ انقلابي شاعر وباله او د شعر او قلم له لارې يې د امریکایي اشغال پروړاندې د نوموړي خدمتونه، نه هېرېدونکي یاد کړل.
د مشاعرې په لړ کې شاعرانو او د ترنم بلبلانو په وار سره بېلابېلو برخو کې خپل ترتیب کړي اشعار او ترنمونه له ګډونوالو سره شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د سنځل ګل کلنۍ دودیزې مشاعرې ترڅنګ نورې ادبي ناستې او مشاعرې د دې ریاست په انګړ کې جوړې شوي دي.

۱۴۴۶/۵/۲۶ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۸ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۶:۲
Background image

د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي پنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل شو

یکشنبه نېټه (۱۴۴۸ ربیع الاول ۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ژبو عالي شورا کمېسیون له لوري د «پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي» په نوم د ژبو د علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۴۴
Background image

په ۸ ولایتونو کې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدات تثبیت او د حریم ټاکنه یې وشوه

د لرغون‌ پیژندنې کمېټې پلاوي غزني، زابل، اروزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو ته سفر وکړ او په ټولیزه توګه یې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدي وضعیت له نږدې وڅېړل. د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۴۵
Background image

غزني کې د یو شمېر ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د اسلامي ثقافت په مرکز کې د دې ولایت یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي. . .

BACK TO NEWS