لوګر او پروان ولایتونو کې د (سیکولریزم پدیدې پیژندنې) کتاب لوستنې سیالیو پایلې اعلان شوې
لوګر او پروان ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو او د کلمات علمي او څيړنيزې ادارې په همکارۍ د (سیکولریزم پدیدې پیژندنې) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د سلګونو تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
مسؤلینو د سيکولريزم او د مطالعې اړوند خبرې وکړې او سيکولريزم يې د اسلام او انسانيت خلاف يو جاهل نظام په توګه یاد کړ، مسؤلینو له ځوانانو وغوښتل چې دا ډول نظامونه وپيژني او په اړه يې ځانونه پوه کړي.
مسؤلینو زیاته کړه؛ هڅې کیږي، چې ځوان نسل له کتاب او مطالعې سره لا زیات اشنا شي او د دښمن د شومو اهدافو پروړاندې بیداره وساتل شي.
ديادونې وړ ده، چې د یادو سیالیو لومړي مقام ګټونکي ته لپ ټاپ کمپیوټر، د دویم مقام ګټونکي ته مبایل، دریم مقام ګټونکي ته الفجر ساعت او پاتې نورو ته بېلابېلې ډالۍ او ستاینلیکونه ووېشل شول.
۱۴۴۷/۸/۲۸ هـ ق
