له کلتور ښوونيز مرکز څخه يو شمېر ځوانان فارغ شول
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت اړوند کلتور ښوونيز مرکز څخه د انګليسي ژبې او کمپيوټر برخو کې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۴۱ تنه ځوانان فارغ شول.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو، د ښوونيز مرکز استادانو او فارغينو ګډون کړی وو.
په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو فارغينو ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ وويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅه کوي، چې ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د وړيا زده کړو زمينه برابره کړي او ډېر ژر به ان شاءالله په جلال آباد ښار کې ځوانانو لپاره د وړيا زده کړو ترلاسه کولو په پار د يو لوی مرکز جوړېدو شاهدان اوسو.
په ورته مهال له ياد مرکز څخه فارغ شويو ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه مننه وکړه، چې دوی ته يې د وړيا زده کړو زمينه برابره کړې ده.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د مسؤلينو او استادانو له لوري فارغينو ته بري ليکونه ورکړل شول.
۱۴۴۶/۸/۳ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۴ ل
