له دوبۍ څخه يو تن سيلاني عبدالواحد د بدخشان واخان ولسوالۍ ته سفر وکړ
د عربي متحده اماراتو څخه د نړۍ لومړنی سیلاني عبدالواحد د بدخشان ولایت د طبیعي جاذبو د لیدو په موخه په موټر کې د بدخشان ولایت واخان ولسولۍ ته سفر وکړ.
عبدالواحد چې له يوې مياشتې راهيسې يې د سیاحت په موخه خپل سفر پيل کړى دى وايي، له خپلې کورنۍ سره دموټر په واسطه اول ايران هېواد او بیا پاکستان ورپسې افغانستان ته داخل شول.
له بده مرغه د افغانستان د نا امنیو آوازو له امله د ده کورنۍ بېرته دوبۍ ته وګرځېده. عبدالواحید یوازې دې سفر ته دوام ورکړ او افغانیستان ته داخل شو.
ده وويل: د افغانستان خاورې ته په ننوتلو سره يې د دغه هېواد د خلکو تود هر کلی او ښه مېلمه پالنه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې دلته اوس بشپړ امنیت دی.
د یادونې وړ ده چې عبدالواحد د متحده عربي اماراتو لومړنی ګرځندوی دی چې د افغانستان د دوهم ملي پارک «واخان ملي پارک» د لیدو په موخه د یو ځانګړي مسافر وړونکي موټر په واسطه له څو هېوادونو څخه تر تېرېدو وروسته بدخشان ولایت ته داخل شوی دی.
۱۴۴۵/۳/۱۲ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۵ هـ ش
