له امریکايي اشغالګرو څخه د هېواد د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه
د سه شنبې ورځ (١٤٤٥/١/٢٨) میدان وردګ ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د اسد مياشتې په ۲۴ مه نېټه له امريکايي اشغال څخه د خپلواکۍ ورځ د ولایت مرستیال والي، امنیه قومندان، د اطلاعاتو او کلتور رئیس، قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو په ګډون ولمانځل شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي حبيب الله مجاهد ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ له امريکايي اشغاله د افغانستان اسلامي امارت د بريا د دويمې کليزې مبارکي د تېر جهاد د شهيدانو کورنيو او ټول افغان ولس ته وويله.
مولوي نقيب الله حامد وویل، مونږ ته الله تعالی اسلامي نظام را په برخه کړی؛ نو ساتنه يې پر موږ فرض ده.
امنیه قومندان شيخ الحدیث مولوي محمد شریف حلیمي وویل، مونږ او تاسو تر فرعون هم له ډېر وحشي دښمن سره مقابله وکړه او دا د سلګونو زرو شهیدانو د وینو ثمره ده، چې نن په ټول هېواد کې سرتاسري امن راغلی او د رښتينې خپلواکۍ څښتنان یو.
په دغه غونډه کې د ویناوالو سربېره شاعرانو د هېواد د خپلواکۍ او تېر شل کلن جهاد په موخه شعرونه زمزمه کړل.
۱۴۴۵/۱/۲۸ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۴ هـ ش
