لمر د لوړو زده کړو موسسې سره تفاهم لیک لاسلیک شو
د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمر حافظ حمدالله سعید وایي: چې د لمر لوړو زده کړو موسسې سره مو په څو علمي برخو کې تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د ښاغلي سعید په وینا، چې لمر لوړو زده کړو موسسې ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ور معرفي شویو ۵۰ تنو ځوانانو ته په عامه اداره او پالیسۍ پوهنځي کې په ۶۰ سلنه او ۵۰ تنو ته په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې ۷۰ سلنه تخفیف ورکوي.
د دې تر څنګ به د لمر لوړو زده کړو موسسې زده کوونکي په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د انټرشیپ له لارې د کار کولو تر څنګ د یاد ریاست له امکاناتو او اسانتیاوو څخه استفاده کوي.
۱۴۴۵/۱/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۱۶ هـ ش
