لغمان کې د ولایتي ادارې او د رسنیو د مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته تر سره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۳:۱
....

تېره ورځ د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په هڅو په ولايت مقام کې د دولتي ادارو او د رسنيو د استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر عتیق الله قریشي وويل: په لغمان کې رسنۍ په ښه وضعیت کې دي، د رسنیزو فعالیتونو لپاره ورته ښه چاپیریال برابر شوی، د راپور ورکولو په برخه کې ورته سهولتونه رامنځته شوي، دوی کولای شي، په ډاډه زړه خپل رسنیز فعاليتونه ترسره کړي، تر دې دمه د ژورنالېستانو پر وړاندې کومه ستونزه نشته، چې د اندیښنې وړ وي ټول خبریالان د ا.ا.ا.  د پالسیو له مخې خپلې رسنيزې چارې ترسره کوي. 
 د لغمان د والي ویاند د رسنيو مسٶلينو ته وويل: د ولایت مقام د رسنيو او اړيکو دفتر شپه او ورځ د رسنیو د مسؤلینو پوښتنو او غوښتنو ته ځواب ویلی او هڅه يې کړې، چې دوی ته پر وخت کره او دقیق معلومات ورکړي. 
نوموړي د ټولو رسنيو له خبریالانو وغوښتل، چې د هېواد ابادۍ، پرمختګ او انکشافي پروژو اړوند راپورونه برابر کړي او د خپلو رسنیو له لارې يې د ولس تر غوږونو ورسوي.
۱۴۴۵/۶/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۲ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS