لغمان کې د عامه کتابتون او بي بي صاحبې زیارت څخه څارنه وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۲۱
cxfgh

د لغمان اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي، د فرهنګ او ګرځندوی آمر د قرغیو ولسوالۍ د عامه کتابتون او د بي بي صاحبې لرغوني زیارت څخه څارنه وشوه.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د دغه لرغوني زیارت په څېر دغه ولسوالۍ کې ډېری لرغونې سیمې او تاریخي ځایونه شتون لري موږ د دغه لرغونو سیمو او تاریخي زیارتونو څخه په ښه توګه څارنه او ساتنه کوو، چاته اجازه نه ورکوو چې تخریب یا زیان ورته ورسوي.
همدا راز ښاغلي رسولي د دغه ولسوالۍ عامه کتابتون څخه هم لیدنه وکړه او زیاته یې کړه، چې خوشبختانه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ډاډ راکړی دی چې د قرغیو ولسوالۍ عامه کتابتون لپاره معیاري تعمیر جوړول به سږ کال پراختیايي بودیجه کې شامل کړو.
د یادونې وړ ده چې د بي بي صاحبې زیارت سلګونه کاله تاریخي مخینه لري او د قرغیو ولسوالۍ اړوند چهار باغ بازار ته څېرمه موقعیت لري.

۱۴۴۶/۱۰/۲۴ ه‍. ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS