لغمان کې د زمري ۲۴ مه د امریکایي اشغال پر وړاندې د شل کلن جهاد د بریا دوهمه کالیزه په شانداره مراسمو ولمانځل شوه
دغه مراسم د سه شنبې ورځ (١٤٤٥/١/٢٨) د لغمان والي قاري زین العابدین عابد په شتون کې د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، مجاهدینو، علماء کرامو، قومي مشرانو، ځوانانو او زرګونو ولسي خلکو په ګډون سره تر سره شو.
د لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد وویل، د افغانستان ټول مجاهد ولس او ګډونوالو ته د اسد ۲۴ مه د اسلامي امارت د دویمې کالیزې مبارکي وایم؛ د دې نظام د تامین لپاره د امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد، شهید امیر المؤمنین منصور صاحب، استاد یاسر په څېر شخصیتونو قربانۍ ورکړې دي، ددې وطن هر بچي د اسلامي نظام او شریعت د راتلو لپاره هلې ځلې کړې دي اوس یې وخت راغلی چې د ولس او خلکو خدمت وکړو.
دې مراسمو کې د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي رسولي وویل، خوښ یم چې نن دغه حقیقي ورځ په شاندارو مراسمو سره لمانځو، له دې وړاندې هم دغه شان ورځې لمانځل کیدې خو حقیقي نه وې هغه زیاته کړه، الله چې مونږ ته خپلواکي راکړې ټول یې باید شکر ادا کړو.
په دې مراسمو کې جهادي او حماسي ترانو ویلو، تمثیلي پارچو او د هوايي ځواک الوتکې مانور تر سره شول.
۱۴۴۵/۱/۲۸ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۴ هـ ش
