لغمان کې د خبریالانو او سیمه ییزو حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۹:۳۰
....

نن چهار شنبه، لغمان ولایت کې د خبریالانو او سیمه ییزو حکومتي ادارو د ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ میاشتنۍ ناسته په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې ترسره شوه. چې پکې د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي سربېره د ولایت ویاند مولوي سلامت خان بلال، د راډیو تلویزیون آمر طاهر ساپي، د اطلاعاتو آمر عتیق الله قریشي، د امنیه قومندانۍ، استخباراتو، امربالمعروف ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالان ګډون درلود.
 دغونډې په پيل کې د اطلاعاتو آمر عتیق الله قریشي د ناستې اړوند معلومات ورکړل، ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له ټولو راغلو مسؤلینو مننه وکړه چې په یاده ناسته کې یې ګډون کړی و. ښاغلي رئیس زیاته کړه، اوس مهال لغمان کې رسنۍ په ښه وضعیت کې دي.
 د غونډې په وروستۍ برخه کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو خپلې ستونزې او غوښتنې د ناستې له ګډونوالو سره شریکې کړې چې د رئیس مولوي عبدالنور رسولي له لوري ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۴/۸/۱ ه ق
۱۴۰۱/۱۲/۳ ه ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۲۸
Background image

ننګرهار کې د مطالعې دود پیاوړتیا په موخه له ځوانانو سره غونډه وشوه

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب او کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د جلال آباد ښار په عامه کتابتون کې ګڼ شمېر فرهنګیانو، شاعرانو، لیکوالانو زده کړیالانو او زده کوونکو سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

پکتیا کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (کتاب پېژندنه او پر څیړنیز بهیر یې اغېزې) په نوم علمي سیمینار وړاندې شو

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او پکتیا پوهنتون په ګډو هڅو د کتاب او کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او د ځوان نسل مطالعې ته هڅولو په موخه د پکتیا پوهنتون په مرکزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

BACK TO NEWS