لغمان د اطلاعاتو او کلتور رياست د عليشنګ سيمې له مشرانو او ځوانانو سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه
تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو سرپرست آمر فضل الرحمن پيام، د ځوانانو د برنامو د همغږۍ مدير محمد نظيف بيدار، د عليشنګ سيمې علماء کرامو، سپينږيرو او لسګونه تنو ځوانانو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ځوانانو چارو سرپرست آمر فضل الرحمن پیام وویل: دا چې تاسې د جهاد په دوران کې د جنګ ميدان وګاټه، اوس په کار ده چې په خپل قلم او خپلو مټو د هېواد د پرمختګ، ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار وکړٸ.
په پاى کې د پورته سيمې د رضاکارو ځوانانو د ټولنې مشر ښاغلي سيد حيدر پاچا و ويل: موږ د ولس خدمت خپله اسلامي وجيبه بولو او په پام کې لرو چې د اطلاعاتو او کلتور رياست او خپلو مشرانو په همکارۍ د خپل ولس د هوسا ژوند، پرمختګ او خدمت لپاره لا ګړندي ګامونه پورته کړو.
۳۰/۹/۱۴۰۲ هـ ش
۸/۶/۱۴۴۵ هـ ق
