لغمان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو

wali_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲۸
اطلاعات

 

 یاد کمپاین نن چهار شنبه د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د ځوانانو مدیریت له لوري، د رضا کاره ځوانانو او ورزش کارانو په هڅو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مخ ته د یوشمېر نیالګیو په کېنولو سره پیل شو او د همدې ځوانانو په مټ به تر نږدې کلیو او لرې پرتو سیمو ورسیږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: لغمان کې هوا ښه شوې ده، د نیالګیو د کرلو وخت دی، نو په همدې خاطر دوی یاد کمپاین د رضاکارو ځوانانو، ورزش کارانو او د یاد ریاست کارکوونکو پرمټ پیل کړ، ترڅو هر شخص یو نیالګی د ځان لپاره او یو نیالګی د هېواد د زرغونتيا لپاره کېنوي.
نوموړی وایي: له دغې کړنې څخه مو هدف د وطن ښکلا، زرغونتیا او آبادي ده.
د یادونې وړ ده چې د یاد ریاست له لوري پر رضاکارو ځوانانو هم یوشمېر نیالګي ووېشل شول، ترڅو یې په خپلو نهادونو او اړوندو سیمو کې کینوي او څارنه او پالنه یې وکړي.
۱۴۴۴/۷/۱۷ ه،ق
 ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ه،ش
۲۰۲۳/۲/۸ م

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS