لسګونه تنو ځوانانو ته د کمپیوتر او انګلیسي ژبې برخو کې په وړيا ډول د زده کړو زمینه برابره شوه 

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۵:۱۸
...

په کندوز ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امريت له لوي د ځوانانو په ښوونیز او روزنیز مرکز کې لسګونه تنه ځوانانو ته د انګليسي او کمپیوټر په برخو کې درې میاشتنی ژمنی کورس پیل شو. 
د ځوانانو چارو آمر قاري داد محمد منصور وویل: په ‌دې ژمني کورس کې به شاوخوا ۸۰ تنه ځوانان په وړيا ډول زده کړې کوي، ترڅو په یادو برخو کې خپله علمي کچه لوړه کړي او راتلونکي کې ټولنې ته د خدمت جوګه شي. 
ښاغلي منصور زياته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امريت نه ‌یوازې ځوانانو لپاره د ښونیز او روزنيز مرکز په نوم یو تعلیمي چاپېریال رامنځته کړی، بلکې د ګڼو رسمي هوکړه لیکونو پر بنسټ يې یو شمېر خصوصي کورسونو ته لسګونه تنه بې ‌وزله ځوانان هم ورپېژندلي دي. 
د یو بل خبر له ‌مخې، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري داد محمد منصور د ګلکسي ټافل (کهکشان موفقیت) په نوم له یو خصوصي کورس سره هوکړه ليک لاسليک کړ، چې د دغه هوکړه ليک له مخې به بې ‌وزله ځوانان په تخفیف سره د زده کړو کولو په موخه یاد کورس ته ورپېژندل کېږي.

۱۴۴۶/۶/۱۴ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۲۶ هـ ب

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS