فراه کې ۶ لرغوني او تفريحي ځايونه ثبت شول 

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۴:۱۶
..

د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس محمد عبدالحی سباوون د فرهنګ او ګرځندوی د آمر په ملتیا اناردرې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال ۶ نوي لرغوني او تفريحي ځايونه ثبت کړل.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر وویل: په دغو شپږ ځايونو کې د داودي په نوم يو لرغونی جومات، ۵ بادي ژرندي او د ذهکن کلي بورس تفريحي ځای شامل دي، چې شاوخوا ۹۰۰ کاله لرغونتوب لري.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر لرغوني ځايونه او فرهنګي ميراثونه ژوندي او عيني اسناد بولي او زیاتوي؛ چې دغه ځايونه د ولس د لرغونتوب ښکارندويي کوي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلينو له لوري به يې د ساتنې او بيارغونې لپاره هڅې وشي.
د سیمې يو تن ځايي اوسیدونکي او قومي مشر عبدالکریم وویل: داودي لرغونی جومات د اناردرې ولسوالۍ لومړنی جامع جومات و، چې له داود نومي کس څخه را پاتې او ۹۰۰ کاله لرغونتوب لري، له نیکونو او پخوانيو مشرانو څخه را پاتې ۱۲ بادي ژرندي د ميراثي کيسو له مخي هم شاوخوا ۹۰۰ کاله لرغونتوب لري، چې تر ډېره ترې کار اخیستل کېده.

۱۴۴۷/۴/۹ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۵۹
Background image

د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس نورستان ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت نورستان ولایت ته د رسمي په ترڅ  کې د دې ولایت له والي مولوي زین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د ازبکستان له سفیر سره وکتل

شنبه ( ٢٦ د صفرالمظفر١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د ازبکستان جمهوریت له سفیر اویبک عثمان‌اف سره وکتل.

په دې لیدنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۵۸
Background image

فاریاب کې له ګڼ شمېر فرهنګیانو او لیکوالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ له ګڼ شمېر قلموال مبارزینو، د ټولنیزو شبکو فعالانو، ځوانانو او فرهنګي څېرو سره د همغږۍ د پیاوړتیا،. . .

BACK TO NEWS