فراه کې له لرغونو او تفريحي سيمو ليدنه وشوه
چهارشنبه ( ۲۷ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د فراه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين وايي، چې له يو شمېر لرغونو او تفريحي سيمو څخه يې ليدنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او ګرځندوی آمريت آمر فرهاد ايوبي وايي: د دغه ولایت د مرکز اړوند د خير اباد او خرمالق کليو د کاروان سرای، غونډۍ او يو شمېر نورو لرغونو او تفريحي سيمو څخه د پېژندنې، څېړنې، ثبت او په اړه يې د معلوماتو د راټولولو په موخه ليدنه وشوه.
د نوموړي په وينا د يادو لرغونو او تفريحي سيمو د وضعيت د ارزونې په ترڅ کې يې اوسنی وضعيت په سلو کې (۶۰) سلنه ښه ارزول شوی دی.
۱۴۰۳/۳/۱۶ ھ ل
۲۰۲۴/۶/۵ ميلادي