فراه کې د عناب ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه 

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۲۷
...

فراه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ولايت مقام په همکارۍ د عناب ګل دودیزه کلنۍ مشاعره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين او د هرات مرستيال والي مولوي حيات الله مهاجر فراهي، د ولایت مقام د دفتر رئیس رحمت الله غورځنګ، د اطلاعاتو او کلتور رئيس محمد عبدالحي سباوون، سیمه ییزو مسؤلينو، شاعرانو، نعت ویونکو، اديبانو، ليکوالانو، قومي مخورو او د رسنيو مسؤلينو په ګډون ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين او د هرات مرستيال والي مولوي حيات الله مهاجر فراهي شاعران او نعت ويونکي د ټولنې ژباړونکي او سترګې وبلل او زیاته یې کړه؛ هڅه کوو چې په نږدې راتلونکي کې د فراهي شاعرانو د راټولولو او يو ځای کولو لپاره ځانګړی ځای جوړ کړو.
د نوموړي په وينا؛ فراهي عناب نه يوازې په هېواد کې شهرت او استعمال لري، بلکې نړيوال شهرت او استعمال هم لري.
ښاغلي مهاجر فراهي همدارنګه له ټولو فراه مېشتو څخه د عناب مېوې د لا زياتوالي ترڅنګ پر ټولو سيمه ييزو مسؤلينو باندې هم دغې مېوې ته د ځانګړې پاملرنې، نندارتون جوړولو او د عنابو د بڼوالو د‌ پياوړتيا او ملاتړ غږ وکړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس محمد عبدالحي سباوون بیا وويل: د عناب ګل د کلنۍ، ملي او دوديزې مشاعرې اتلسم کال دی، چې د سلګونو هېوادوالو په ګډون ترسره او د فراهي شاعرانو او نعت ويونکو ترڅنګ د پلازمينې کابل، کندهار، هرات، هلمند او بادغيس ولايتونو شاعران او نعت ويونکي هم پکښې ګډون کوي.
نوموړي زياته کړه؛ ټولو فراهي شاعرانو ته ځانګړې پاملرنه کېږي، هڅې روانې دي ترڅو د دوی د هر اړخيز ملاتړ ترڅنګ د دوی شعري ټولګې هم چاپ شي.
د یادونې وړ ده، چې د مشاعرې په ترڅ کې د (په نشه يې توکو روږدی مري) په نوم د تمثيلي ټوټې وړاندې کولو ترڅنګ د سلګونو شاعرانو او نعت ويونکو د هېوادنۍ مينې، خپلواکۍ، له يرغلګرو سره د سپيڅلي مبارزې، له اسلامي نظام څخه د ملاتړ، ټولنيز سمون، يووالي او نورو بيلا بېلو موضوعاتو په اړه خپل چمتو کړي شعرونه، غزلونه او نعتونه هم واورول.

۱۴۴۶/۵/۲۶ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۸ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۶:۶
Background image

بدخشان کې د مطالعې فرهنګ د پراختیا هڅې روانې دي

د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب اوونۍ په مناسبت د فرهنګي بنسټونو په همکارۍ زیباک ولسوالۍ کې د مطالعې فرهنګ د عامولو په موخه د کتابونو نندارتون جوړ شو.
د اطلاعاتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۱۴
Background image

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یو پلاوي په مشرۍ اندخوی ولسوالۍ ته سفر وکړ

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یو پلاوي په مشرۍ اندخوی ولسوالۍ ته د سفر په لړ کې د رسنیو مسؤلینو سره ولیدل او د اندخوی ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه یې لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د کتابونو ارزونه او د لیکوالانو د حقوقو ساتنه

د تیر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د کتاب ارزونې کمېسیون له لوري(۱۵۵۲۵) ټوکو صادره او وارد شویو کتابونو ارزونې ترڅنګ د (۳۷۰) ټوکو بېلابېلو لیکل شویو کتابونه ارزونه هم شوې ده.
له خصوصي کتاب. . .

BACK TO NEWS