فدا: د ازبکي ژبې نمانځل د افغان قومونو یووالی ثابتوي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۹:۳۳
فدا: د ازبکي ژبې نمانځل د افغان قومونو یووالی ثابتوي

کونړیان وايي چې د ازبکي ژبې نمانځل په افغانستان کې د مېشتو قومونو یووالی ثابتوي او د هېواد  د هرې ژبې ویونکی افغان دی.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ دغه څرګندونې د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس جند ګل فدا د ازبکي ژبې  د ملي ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.
فدا وویل چې د هېواد په ختیځ کې د ازبکي ورځې نمانځل دا ثابتوي چې ټول افغانان یوموټی او ورونه دي.
هغه زیاته کړه چې هر افغان باید د هېواد هرې ژبې  ته خدمت وکړي او هیچا ته اجازه ور نه کړي چې ژبني او سمتي تعصبونو ته لمن ووهي.
په همدې  حال کې د فرهنګ او ګرځندوی امر حشمت الله ژمن، د اطلاعاتو امر او د لینکن ښوونیز مرکز مشر خلیل الله د یادې ملي ورځې او د ژبو پر ارزښت خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې دا مهال په کونړ  کې په ۷  ژبو خلک خبرې کوي چې ځينې یې د له منځه تلو په حال کې دي، خو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې د ژوندۍ ساتلو لپاره به یې دوامداره هڅې وکړي.

اسعد آباد / د تلې ۳۰ مه / باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS