فدا: د ازبکي ژبې نمانځل د افغان قومونو یووالی ثابتوي
کونړیان وايي چې د ازبکي ژبې نمانځل په افغانستان کې د مېشتو قومونو یووالی ثابتوي او د هېواد د هرې ژبې ویونکی افغان دی.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ دغه څرګندونې د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس جند ګل فدا د ازبکي ژبې د ملي ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.
فدا وویل چې د هېواد په ختیځ کې د ازبکي ورځې نمانځل دا ثابتوي چې ټول افغانان یوموټی او ورونه دي.
هغه زیاته کړه چې هر افغان باید د هېواد هرې ژبې ته خدمت وکړي او هیچا ته اجازه ور نه کړي چې ژبني او سمتي تعصبونو ته لمن ووهي.
په همدې حال کې د فرهنګ او ګرځندوی امر حشمت الله ژمن، د اطلاعاتو امر او د لینکن ښوونیز مرکز مشر خلیل الله د یادې ملي ورځې او د ژبو پر ارزښت خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې دا مهال په کونړ کې په ۷ ژبو خلک خبرې کوي چې ځينې یې د له منځه تلو په حال کې دي، خو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې د ژوندۍ ساتلو لپاره به یې دوامداره هڅې وکړي.
اسعد آباد / د تلې ۳۰ مه / باختر