فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو نندارتون پرانېستل شو

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۲:۳۹
....

د فاریاب ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د میمنې ښاروالۍ او کتاب ‌پلورونکو په همږغۍ د کتاب او کتاب ‌لوستنې اونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون د امارتي ادارو د مسؤلینو، فرهنګیانو، لیکوالانو، استادانو، زده کړیالانو او ځوانانو په حضور کې پرانیست.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس ‌الدین محمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د کتاب‌ لوستنې کلتور ته وده ورکول وبلله او ویې ویل: ځوانان باید د نورو فعالیتونو ترڅنګ مطالعه یوه اساسي اړتیا وبولي او له علمي او فکري لارې د هېواد د ودې او پرمختګ په لاره کې ونډه واخلي.
د نندارتون ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د دې نندارتون د جوړولو له امله مننه وکړه او دا یې د کتاب لوستنې کلتور ته د ودې ورکولو په برخه کې یو مثبت او ګټور ګام وباله.
د یادونې وړ ده، چې دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او ګډونوال کولای شي، هم مطالعه وکړي او هم د خپلې خوښې کتابونه په ځانګړي تخفیف ترلاسه کړي.

۱۴۴۶/۱۱/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS