فاریاب کې د ځوانانو له ښوونيزو مرکزونو، تاریخي آبداتو، سیاحتي شرکتونو او کتابپلورنځیو څخه څارنه وشوه

panah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۶:۰
...

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس‌الدین محمدي د یوه پلاوي په مشرۍ د اندخوی، خان‌چهارباغ، قرغان او قرمقول ولسوالیو ته سفر وکړ او له تاریخي آبداتو، د ځوانانو له ښوونيزو مرکزونو، عامه کتابتونونو، سیاحتي شرکتونو او کتابپلورنځیو څخه يې لیدنه او څارنه وکړه.
مولوي شمس الدين محمدي تاریخي آبدات او آثار د هېواد د ملي هویت نښه وبلله او د هغوی ساتنه او حفاظت یې د ټولو ګډه دنده یاده کړه، نوموړي له سیمه‌ يیزو چارواکو او د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې هڅې وکړي او د غیرمسؤله کسانو له لوري د هغوی د تخریب مخه ونیسي.
همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور رئیس د ښاروالیو د استازو په شتون کې د اصنافو د لوحو، کتابپلورنځیو او سیاحتي شرکتونو څخه هم لیدنه وکړه او د وزارت مقام د لارښوونو پر بنسټ د ممنوعه کتابونو د چاپ او پلور په مخنیوي، په لوحو او اعلاناتو کې د بهرنیو کلمو او اصطلاحاتو پر ځای د ملي کلمو او اصطلاحاتو په کارونې او د سیاحتي شرکتونو پر قانوني فعالیت یې ټینګار وکړ.

پلاوي په اندخوی ولسوالۍ کې د ځوانانو له ښوونيز مرکز څخه چې د اکټید دفتر په مالي ملاتړ او د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو مدیریت په همکارۍ فعالیت کوي هم لیدنه وکړه او زده‌کوونکو ته یې په ديني او عصري علومو کې د زياتو هڅو کولو سپارښتنې وکړې.

۱۴۴۷/۱/۱۶ ھـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۲۵
Background image

د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د میدان وردګو ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو، چې پکې د ګڼ شمېر سیمه يیزو ادارو مسؤلینو، خبریالانو او د کتاب او مطالعې. . .

BACK TO NEWS