فاریاب کې د (وینا هنر) سیالۍ پایلې اعلان شوې
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرز علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو چې د ځوانانو ترمنځ د (وینا هنر) سیالي ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د دغې سیالۍ موخه د ځوان نسل علمي وړتیاوو لوړول، کتاب لوستنې ته هڅول او د زدهکوونکو په ځان باور زیاتول وو.
ګډونوالو د داسې پروګرامونو له جوړېدو د خوښي څرګندولو ترڅنګ له مسؤلینو څخه د ځوانانو فرهنګي او ښوونیزو اړتیاوو ته د لا زیات پام کولو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې سیالۍ اتو تنو مخکښو ګډونوالو ته بېلابېلې مادي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.
۱۴۴۷/۱۱/۸ هـ ق
