فاریاب کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۴:۵۵
..

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي د رسنیو کړنې او فعالیتونو وارزول او فاریاب کې یې د رسنیو ترمنځ د اطلاع رسونې په بېلابېلو برخو کې  په لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د عامه اذهانو په رغونه کې د رسنیو پر رول خبرې وکړې او د خصوصي رسنیو د فعالیتونو د ملاتړ ترڅنګ یې د هېواد د رسنیو قانون مطابق د رسنیو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د خبرونو او راپورونو په جوړولو کې د اړونده ادارو سره پوره همغږۍ وکړي.
ښاغلي محمدي د هنري او فرهنګي ډالیو کانکور پروګرام ( چې هر کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په مرکز کې جوړېږي) معلومات ورکړل، او د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو څخه یې وغوښتل چې خپل غوره آثار په دې پروګرام کې نوماند کړي، ترڅو د تېرو کلونو په څېر یو ځل بیا ډېرې لاسته راوړنې د ځان او فاریاب خلکو په نصیب کړي.
۱۴۴۷/۲/۳ هـ.ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS