فاریاب کې د رسنیو له مسؤلينو سره د همږغۍ ناسته وشوه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۵:۱۵
یبل

فاریاب ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دولتي او خصوصي رسنیو له مسؤلينو سره د همږغۍ ناسته وشوه، چې موخه ‌یې د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د اطلاع‌ رسونې په برخه کې د شته ستونزو حل کول وو. 
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس‌الدین محمدي په خپلو خبرو کې خبریالان او د رسنیو مسؤلين د ملت ژبه او د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو پُل وبلل. 
نوموړي د تېرو یو کال په ترڅ کې د شفافې اطلاع‌ رسونې په برخه کې د رسنیو هڅې وستایلې او د خلکو ستونزو او د دولت پرمختګونو ته د انعکاس ورکولو په برخه کې‌ یې د رسنیو رول ارزښتناک وباله.
همدا راز د اطلاعاتو آمر د اطلاع‌ رسونې په برخه کې د ځینو شته ستونزو یادونه وکړه او له سیمه ‌ییزو رسنیو یې وغوښتل، چې د خپرونو پر مهال نشراتي پالیسي رعایت کړي، د فعالیت جوازونه تمدید کړي او یادې ستونزې له منځه یوسي.

۱۴۴۶/۱۰/۱۵ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS