فاریاب ولایت عامه کتابتون ته سلګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند عامه کتابتونونو ریاست له لوري د کتاب لوستلو کلتور د ملاتړ او د علمي سرچینو د پیاوړتیا په موخه د فاریاب عامه کتابتون ته ۵۰۲ ټوکه بېلابیل کتابونه ډالۍ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي د عامه کتابتونونو له ریاست څخه د مننې ترڅنګ وویل: کتاب د هدایت او پوهې وسیله ده، د دغو کتابونو ډالۍ کول کولای شي، د عامه کتابتون یو برخه اړتیاوې پوره کړي او علمي سرچینو ته د ځوانانو د غوره لاس رسي زمینه برابره کړي.
د فاریاب عامه کتابتون مدیر وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا مهال په همدې ریاست کې یو مجهز عامه کتابتون او د دولت اباد او اندخوی ولسوالیو کې دوه نور عامه کتابتونونه لري، چې په ورځنی توګه د سلګونو زده کوونکو او د مطالعې مینوالو کوربه وي.
۱۴۴۷/۳/۸ هـ ق
