فارياب ولايت کې له يو شمېر تاريخي آبدو څخه ليدنه وشوه
تېره ورځ د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدين محمدي او د کلتور او ګرځندوی امر مولوي عبدالله مرادي د ميمنې ښار د خشتي مسجد او بي بي آئینې تاريخي آبدو او د پښتونکوټ ولسوالۍ د امام باقر له زيارت څخه ليدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس د يادو تاريخي آبدو څخه د ليدنې په ترڅ کې د سيمې اوسيدونکو سره هم وکتل،نوموړي د سيمې اوسيدونکو ته وويل: تاريخي آبدې د هېواد د ملي هويت پېژندونکي دي، ساتنه او پالنه يې د ټولو ملي وجيبه ده.
۱۴۴۵/۶/۱۴ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۶ هـ ش
