غور کې د قاريانو، خطاطانو، ليکوالانو او ميناتورانو د انتخاب په موخه ناسته ترسره شوه
تېره ورځ د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ياد ولايت د خطاطانو، قاريانو، ليکوالانو او ميناتورانو سره د همغږۍ او مرکز کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د فرهنګيانو څخه د ملاتړ په نوم ترسره کيدونکي سيمينار لپاره له دوی څخه د غړو د انتخاب په موخه ناسته ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالحی زعيم وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معينيت د رالېږل شوي مکتوب په اساس د فرهنګيانو څخه د ملاتړ په نوم د ترسره کيدونکي سيمينار لپاره چې د هر ولايت څخه به يو تن ليکوال، يو تن خطاط، يو تن قاري او يو تن ميناتور د خپلو اثارو سره پکې ګډون کوي، د غړو د انتخابولو لپاره دوی رابلل شوي دي.
د ناستې په جريان کې له دوی څخه په کابل کې د ترسره کيدونکي سيمينار لپاره څلور تنه انتخاب شول، چې دټولو په استازولۍ به ياد سيمينار کې ګډون کوي.
۱۴۴۵/۸/۲۲ هـ ق
۱۴۰۲/۱۲/۱۳ هـ ل
