غور کې د ( خپلواکۍ او ازادۍ ) په نوم مشاعره ترسره شوه
غور ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ( خپلواکۍ او ازادۍ ) په نوم مشاعره د محلي ادارو د مسؤلينو، شاعرانو، فرهنګيانو، نعت ويونکو، علماوو او ليکوالانو په ګډون ترسره شوه.
مشاعرې ته د وينا پرمهال د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالحی زعيم د ازادۍ او خپلواکۍ اهميت بيان کړ او ويې ويل: په تېرو شلو کالو کې د اشغالګرانو او ملګرو په خلاف يې جهاد کې شاعرانو، اديبانو او نعت ويونکو مهم رول درلود او د نظامي مبارزې ترڅنګ فکري او فرهنګي مبارزه هم روانه وه.
ښاغلي زعيم زياته کړه، اسلامي نظام د افغانستان د مسلمان ملت په سترو قربانيو رامنځته شوی دی، دا نظام هڅه کوي، چې ملت په اسوده ګۍ، يووالي او يو بل منلو سره ژوند وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس د دا ډول پروګرامونو ترسره کول د شاعرانو او شعرونو د ودې او د فرهنګيانو ترمنځ د يواالي رامنځته کولو لپاره مهم وبلل.
د يادونې وړ ده، چې په یاده مشاعره کې شاعرانو، فرهنګيانو او ليکوالانو د هيواد د خپلواکۍ او ازادۍ په اړه جوړ کړي شعرونه او ليکنې د ګډونوالو سره شريکې کړې.
۱۴۴۶/۲/۲۵ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۸ هـ ل
