غور ولایت کې د روژې مبارکې میاشتې د فضایلو او احکامو سیمینار جوړ شو

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۷ - ۱۰:۰
....

تیره ورځ غور ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو عمومي مدیریت له لوري ځوانانو ته د روژې مبارکې میاشتې د فضایلو او احکامو یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
سیمینار د ( روژې مبارکې میاشتې احکام او فضایل) تر نامه د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې جوړ شوی وو،چې د یاد ریاست د کارمندانو په ګډون، د ولایت مقام استازي، ګڼ شمیر علماوو، محصلینو، ځوانانو  او د رسنیو استازو هم شتون درلود.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی عبدالحی زعیم د سیمینار ګډونوالو ته د روژې د فضایلو، احکامو او اهمیت په اړه معلومات ورکړل او له ځوانانو يې په ورته برنامو کې د ګډون کولو غوښتنه وکړه، تر څو د شریعت له احکامو باخبره اوسي.
مولوي زعیم وویل، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسئولیت یو خاصه برخه ځوانانو ته ځانګړې شوې ده، او دوئ کوښښ کوي چې د علمي برنامو په واسطه د ځوانانو علمي ظرفیت لوړ او د علم حاصلولو طرف ته یې متوجه کړي.
د ولایت مقام استازي په خپلو خبرو کې ځوانان د هیواد متحرکه قوه وبلله، او زیاته یې کړه چې د سرتیرو ځوانانو د قربانیو نتیجه ده چې نن په ټول هیواد کې د علماوو تر قیادت لاندې اسلامي نظام حاکم دی، نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې د اسلامي امارت ملاتړ وکړي.
د ځوانانو چارو عمومي مدير مولوي عبدالصبور فکور وویل، ددې یو ورځني سیمینار د جوړولو څخه یې موخه د غور ولایت ځوانان د روژې پر فضایلو او احکامو پوهول وو.
۱۴۴۴/۹/۱۴ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۱۶ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS