غزني کې دوه لرغوني آبدې بیارغول کېږي

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۱۹
...

غزني کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د دوو میلیونو افغانیو په ارزښت د سلطان شهاب ‌الدین غوري مقبره او د سردار لرغونې غونډۍ د بیا رغونې چارې پیل شوي دي.
د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د دغو پروژو د کارونو پرانېسته د ده‌ یک ولسوالۍ په شهاب‌الدین غوري مقبره کې وکړه او ویې ویل: شهاب ‌الدین غوري د غوري سلطنت له پیاوړو باچاهانو څخه و، چې په وروستیو کلونو کې یې مقبره د طبیعي پېښو له امله زیانمنه شوې وه، همدا راز د غزني په مرکز کې د سردار لرغونې غونډۍ محافظتي دیوال چې تېر کال د سېلابونو له امله ویجاړ شوی و، بېا رغول کیږي.
ښاغلي نثار زیاته کړه، چې دغه سیمي دیوال به ۱۵۰۰ متره اوږدوالی او درې متره لوړوالی ولري، د دواړو پروژو ټولیز لګښت ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی او ټاکل شوې چې کارونه به یې د راتلونکو دوو میاشتو په موده کې بشپړ شي.
د ملا نثار په وینا، دا پروژې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پراختیایي بودیجي څخه تمویلېږي. 

۱۴۴۷/۵/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۱۶
Background image

د ازبکستان فرهنګي پلاوي د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ له تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان  جمهوريت فرهنګي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د تاریخي آبداتو د لیدنې په موخه، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو، سیمه‌ییزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۶
Background image

میدان وردګو کې لسګونو زده کوونکو ته علمي سیمینار وړاندې شو

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب‌ الله مجاهد په دې ولایت کې د یوه خصوصي لېسې لسګونو زده‌ کوونکو او استادانو ته د زده‌ کړو د ارزښت په اړه علمي سیمینار وړاندې کړ.
ښ. . .

BACK TO NEWS