عبدالمنان شيواى شرق: د نوروز د لرغوني جشن ارزښتونه د افغانستان په ټولو قومونو پورې مربوط دي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۲
عبدالمنان شيواى شرق: د نوروز د لرغوني جشن ارزښتونه د افغانستان په ټولو قومونو پورې مربوط دي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواى شرق په مشرۍ نن د” رسنۍ او نوروز” غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې: په دې غونډه کې چې د خصوصي او دولتي رسنيو د يوشمير مسوولينو او استازو په ګډون جوړه شوه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د نوروز د لرغوني جشن د نمانځنې په خاطر د دغه وزارت د پروګرامونو په اړه څرګندونې وکړې.
هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د جمهور رييس په ملاتړ په پام کې لري چې د راتلوونکې کال د نوروز لرغوني جشن په کابل او د هېواد په ټولو ولايتونو کې په ځانګړي او پرتمين ډول ونمانحل شي او په همدې مقصد د نوروز بيرغ طراحي شوى دى چې ټولې رسنۍ دې هغه د ملي سمبول په توګه خپور کړي.
د خپرونو چارو معين وويل؛ ښه ده چې په پرتمين ډول د نوروز جشن د نمانځنې مراسم په خاطر د رسنيو نظر هم ولرو او په همدې مقصد په دې غونډه کې رسنۍ بلل شوي دي.
هغه وويل چې د نوروز د لرغوني جشن ارزښتونه د افغانستان په ټولو قومونو پورې مربوط دي او سږ کال به د هېواد يو ولايت د نوروز د پايتخت په توګه اعلام شي او دغه بهير به راتلوونکو کلونو کې هم دوام وکړي.
شيواى شرق څرګنده کړه چې د ١٤٠٠ لمريز کال د نوروز جشن د پېړۍ لومړنى جشن دى او په همدې مناسبت او د کمال خان بند د پرانستلو په مقصد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځانګړي پروګرامونه هم تر سره کوي.

کابل/ د کب ٢6/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS