طاهر زهير: خبريالانو ته د عدالت غوښتنې لپاره له حقوقي ، ديپلوماتيکو او نړيوالو لارو چارو کار اخلو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۸ - ۱۴:۴۲
طاهر زهير: خبريالانو ته د عدالت غوښتنې لپاره له حقوقي ، ديپلوماتيکو او نړيوالو لارو چارو  کار اخلو

د رسنيو او د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو يو شمېر مسوولينو نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له سرپرست سره په کتنه کې د خبريالانو او د مدني فعالانو د هدفي  وژنوله امله د انديښنې په څرګندولو سره  د دغه شان پېښو د مخنيوي او د خبريالانو د امنيت د تامينولو د لارو چارو په اړه خبرې وکړې .

د باختر اژانس د خبرله مخې؛  هغوى  د دې ترڅنګ چې  د دغه شان پېښو له امله  يې خپلې انديښنې څرګندې کړې د هغوی د مخنيوي د لارو چارو په اړه يې خبرې وکړې.

هغوى ټينګار وکړ  د خبريالانو او د رسنيو  ملاتړ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له دندو او هدفونو څخه دي بايد دغې مسئلې ته جدي پاملرنه وشي او دغه راز  د افغانستان د دولت او د طالبانو د ډلې د هيئتونو ترمنځ د سولې په خبرو  کې په هماغه اندازه چې  د اوربند په اړه خبرې کېږي بايد د خبريالانو د هدفي اوځنځيري  وژنو په اړوند هم خبرې وشي  او د دغه شان جنايتونوعوامل  څرګند شي او د دغه راز  ترورونو د مخنيوي لارې چارې ولټول شي .

هغوى دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنيزو بنسټونو ترمنځ د همغږى  مرکز جوړ شي.

په دې کتنه کې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواي شرق د وړاندې شويو پيشنهادونو او طرحو په اړه  هر اړخيزې خبرې وکړې او  ويې ويل دغه وزارت  په دې لاره کې  اغيزمن ګامونه  اخستي دي چې ډير ژر به د هېواد له رسنيو سره شريک شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست   محمد طاهر زهير هغوى  ته ډاډ ورکړ چې زموږ ذهن د هېواد پر اوسنيو حالاتو اوهغو چلنجونو متمرکز دى  چې په هېواد کې د خبريالانو پرخلاف شتون لري.

هغه وويل هلې ځلې کوو چې له حقوقي ، ديپلوماتيکو او نړيوالو لارو او امکاناتو ګټه واخلو او د خبربالانو لپاره عدالت وغواړو او ډير ژر په همدې مقصد د نړيوالو بنسټونو د مسوولينو ، ديپلوماتانو، رسنيو او د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو د مسوولينوپه ګډون به  غونډه جوړه کړو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست  څرګنده کړه چې دغه وزارت  د رسنيو قوت او  ملاتړ ته اړتيا لري  او هر څومره چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پتمن وي  په هماغه اندازه  به د هېواد رسنى  پتمنې  او باعزته  وي.

کا بل/ د مرغومي ١٨مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS