سلګونو تنو ځوانانو ته د ویناوالۍ او کمپیوتر وړیا کورسونه پیل شول

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۴۳
...

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو چارو آمریت اړوند ښوونیز مرکز له لوري ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د ویناوالۍ او کمپیوتر پروګرامونو په برخه کې وړیا کورسونه پیل شول. 
د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور رئیس آخندزاده مطیع الله متقي د دغو کورسونو د پیل غوڼدې کې زده کوونکو ته په خطاب وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست زموږ ټولو ګډ کور دی، د ویاړ ځای دی چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند کوو او شکر ګذاره یو چې د پردیو هېوادونو له ظلمونو او اسارته مو خلاصون پیدا کړ. 
همدارنګه ښاغلي متقي زده کوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې خپل سیرت او صورت په اسلامي شریعت برابر کړي، نیک اخلاق ولري، په وخت او حاضرۍ سره ټولګي ته مقید او ژمن اوسي او د خپلو استادانو پوره درناوی وکړي.
دغه راز غونډې ته راغلیو ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه او د دغو کورسونو پیلیدل یې د ځوانانو علمي ظرفیت لوړونه برخه کې مهم وباله.
۱۴۴۷/۲/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS