سلګونه بهرنيو او کورنيو سیلانیانو د غزني له موزيم څخه ليدنه کړې

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۰:۹
….

د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي د تير کال پرتله سږکال د موزيم د ليدونکو په شمير کې زياتوالی راغلی دی، د روان کال له پيله تراوسه ۲۷۱۲ تنو چې ۲۹۶ تنه يې بهرني سيلانيان و، د غزني ولايت له موزيم څخه ليدنه کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حميدالله نثار وايي: دا مهال په موزيم کې ۱۵۰ قلمه آثار نندارې ته ایښودل شوي دي، چې له اسلامي دورې وړاندې او اسلامي دورو پورې تړاو لري، چې په ورځني ډول لسګونه ليدونکي لري.

 د ښاغلي نثار په وينا؛ په موزيم کې ډبرين، فلزي، خټين، کاشي او مسي آثار ايښودل شوي، چې د غزنويانو، باختريانو، کوشانیانو او ساسانیانو دورو پورې تړاو لري.

د يادونې وړ ده چې د غزني موزيم په ۱۳۵۶ ھ ل کال کې جوړ شوی، چې د هيواد له بډايه موزيمونو څخه ګڼل کيږي.

۱۴۴۵/۹/۷ ھ ق
۱۴۰۲/۱۲/۲۷ ھ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۵۹
Background image

له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره او د زابل عامه کتابتون ته لسګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول

 د زابل اطلاعاتو او فرهنګ نوي رئيس مولوي احمدمختار په مشرۍ د دې ریاست د غونډو په تالار کې زابلي ځوانانو سره د انسجام او همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدمختار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

BACK TO NEWS