سرپل کې د لوحو او تابلوګانو تصفیه ترسره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۰:۲۱
....

د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤولين وايي: تېره ورځ يې ياد ولايت کې د لوحو او تابلوګانو څخه د بهرنيو ژبو د لرې کولو او پر ځای يې د ملي او محلي ژبو د ترويج کمپاين ترسره کړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا عبدالغفار حقنما وويل: د افغانستان اسلامي امارت له اساساتو څخه يو هم د افغاني اصل کلتور او ملي او محلي ژبو ژوندی ساتل دي، چې په همدې موخه د لوحو او تابلو ګانو د اصلاح کمېټې جوړې شوې دي، په سرپل ولايت کې د اکثره صنفونو لوحو کې بهرنۍ ژبې کارول شوي، چې مخنيوی يې د همدې کميټې له لوري کيږي.
د سرپل ولايت يو شمېر اوسيدونکي هم د مسؤولينو له ياد اقدام څخه خوښي څرګندوي او وايي: په تېرو دوه لسيزو کې په افغانستان کې د نظامي اشغال تر څنګ په کلتوري برخه کې هم ډير مشکلات رامنځته شوي وو، دلته د پرديو کلتورونه حاکم وو، چې خلک هم د پرديو له کلتور او ادبياتو سره مخامخ وو او له خپلو کره ادبياتو څخه لرې پاتې شوي وو.

۱۴۴۵/۵/۲۱ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱۴ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS