سرپل کې د فريلانسینګ د زده کړې مرکز پرانیستل شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۴۹
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له‌خوا، د اکټید دفتر په همکارۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عامه کتابتون په ودانۍ کې د فريلانسینګ زده‌کړو مرکز پرانیستل شو.
د سرپل ولایت د ځوانانو چارو آمر د دغه مرکز د جوړېدو موخه د ځوانانو د ظرفیت او مهارتونو لوړول وبلل او ویې‌ ویل: د ځوانانو چارو معینیت او د اطلاعاتو او کلتور ریاست تل هڅه کوي، چې ځوانانو ته د عصري او معياري زده‌کړو زمینه برابره کړي، تر څو ځوانان وکولای شي، د ژوند په بېلابېلو برخو کې له معاصرو زده‌کړو څخه ګټه پورته کړي او په ټولنه کې مؤثر رول ولوبوي.
دغه راز د سرپل ولایت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو د آمریت استازي مولوي عبدالرقیب، د علم زده‌کړه د ټولنې له اساسي اړتیاوو څخه وبلله او ویې‌ ویل: د علم زده‌کړه فرض دی، موږ باید له ټولو موجودو امکاناتو څخه د ګټورو مهارتونو او پوهې د ترلاسه کولو په موخه ګټه واخلو او راتلونکو نسلونو ته هم علم ورسوو.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما د دې زده‌کړیز مرکز د جوړېدو موخه له معاصرو مهارتونو سره د ځوانانو بلدتیا یاده کړه او ویې ‌ویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، چې له همکارو بنسټونو سره یو ځای، د ځوانانو لپاره په بېلابېلو برخو کې د معياري زده‌کړې زمینه برابره کړي، تر څو ځوانان وکولای شي د لازمو مهارتونو او وړتیاوو په مټ ټولنې او نظام ته خدمت وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې مرکز کې د فريلانسینګ، ګرافیک ډیزاین، انګلیسي ژبې او کمپیوټري مهارتونو پروګرامونه تدریسېږي، چې په دې سره به د سرپل ولایت د ځوانانو لپاره د زده‌کړو او د کار زمینه برابره شي.

۱۴۴۷/۵/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۵۹
Background image

هرات کې د سیاحتي خدمتونو د ظرفیت لوړونې لومړنی درې ورځنی سیمینار جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټېټیوټ له لوري د لومړي ځل لپاره په هرات کې د لوېدیځ زون د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې او روغتیایي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د صفرالمظفر ۱۲مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۹:۳۴
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر نوی معین معرفي او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر بنسټ، د کندهار پوهنتون پخوانی رئیس شیخ عبدالرحمن طیبي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین په توګه ټاکل شوی، چې د یوې رسمي غونډې په. . .

BACK TO NEWS