سرپل کې د (افغانستان خزانه) تر نامه لاندې نندارتون جوړ شو

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۲۵
...

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کتاب لوستلو کلتور د عامولو او د دې ولایت د بډایه تاریخ او کلتور د پېژندنې په موخه د (افغانستان خزانه) تر نامه لاندې نندارتون جوړ کړ. 
په نندارتون کې د بېلابېلو موضوعاتو لسګونه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي وو، چې موخه یې ځوان نسل  مطالعې او د علم تر لاسه کولو ته هڅول وو.
 یاد کتابونه چې تاریخي، ادبي، علمي او فرهنګي موضوعات لري، د لیدونکو په ځانګړې توګه د زده‌کوونکو او محصلینو له لوري پراخ هرکلی سره مخ شول.
د دې ترڅنګ، په یوه غرفه کې د سرپل ولایت د تاریخي آبداتو، لرغونو سیمو او تفریحي ځایونو ښکلي انځورونه او د هنري نقاشیو آثار نندارې ته وړاندې شوي وو، دغه هنري او تاریخي آثار د دې ولایت د سیاحتي جاذبو د پېژندنې او د دې ولايت د کلتور او تمدن د انعکاس په موخه چمتو شوي وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما وویل: ددې ډول نندارتونونو جوړول کولای شي، د سرپل ولایت د فرهنګي او تاریخي میراثونو په پېژندنه کې اغېزمن ثابت شي او ځوان نسل مطالعې او خپل تاریخ پېژندنې ته وهڅوي.

۱۴۴۶/۵/۲۴ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۶ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۳۱
Background image

تخار کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري تلقان ښار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو، فرهنګیانو، استادانو، زدکړیالانو، ځوانانو او د کتاب مینه‌والو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۲۸
Background image

پروان کې لسګونو ځوانانو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کانکور پروسې په اړه د ځوانانو د پوهاوي په موخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور لسګونو تنو برخه اخیستونکو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو.
مسوولینو د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
Background image

د الف نړیوالې مؤسسې استازو د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره د الف نړیوالې مؤسسې استازو کارلوس ادواردو او الکساندر فایبیګ او د آغاخان مؤسسې د فرهنګی برخې مسؤل انجینر میوندی وکتل.
د لیدنې په پیل. . .

BACK TO NEWS