زابل کې له خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
زابل ولايت کې د مرستیال والي مولوي محب الله حماس په مشرۍ له خبريالانو او خصوصي رسنيو سره د همغږۍ ناسته وشوه، چې پر مهال يې د ولايت مقام د دفتر رئیس، د اطلاعاتو او کلتور رئيس، د دولتي ادارو ویاندویانو، خبريالانو او د خصوصي رسنيو استازو شتون درلود.
ياده ناسته چې د قرانکريم په مبارکو اياتونو سره پيل شوه، پیليزه وينا د خبريالانو د خونديتوب ولايتي کمېټې مسؤل عصمت الله عمري وکړه، نوموړي وويل: د دولت او خبریالانو تر مینځ ښه همغږي شتون لري او اطلاعاتو ته په لاسرسي کې هيڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې.
ښاغلي عمري د خبریالانو په استازیتوب له اطلاعاتو اوکلتور رياست څخه مننه وکړه، چې څه موده وړاندي يې هغه خبريالان او د رسنيو استازي ستايلي وو، چې د ازادۍ د ورځې ترڅنګ يې د امارتي ادارو ټولو فعاليتونو ته ښه انعکاس ورکړى و.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئیس مولوي رحمت الله حماد د خبريالانو او خصوصي رسنيو هلې ځلې وستایلې او له دوی يې مننه وکړه چې د ادارو فعاليتونو ته یې ښه انعکاس ورکړی، ښاغلي حماد په دې برخه کې د نورو هڅو غوښتنه هم وکړه.
د زابل مرستيال والي مولوي محب الله حماس راغلو خبريالانو او دخصوصي رسنيو استازو ته ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کي به نوره هم همکاري وکړي، ښاغلي حماس زياته کړه؛ د رسنیو د اقتصادي ودې په موخه به پر موسيساتو هم غږ وکړي، تر څو د عامه پوهاوي اعلانات د رسنیو له لارې تر سره کړي، نوموړي ډاډ ورکړ، چې د خبريالانو او رسنيو هر ډول ستونزو ته به پر وخت رسيدګي وشي.
۱۴۴۶/۲/۲۲ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۵ هـ ل
