زابل کې د قلموالو ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۶:۱۴
…

تېره ورځ د زابل ولايت مرستيال والي  مولوي محب الله حماس په خپل کاري دفتر کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت په همغږۍ د قلموالو ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
 
مرستيال والي ښاغلي حماس  په  خپلو خبرو کي  ځوانان د هیواد د ملا د تیر په حیث ياد کړل  او له دوی څخه یې د هیواد د ښیرازۍ لپاره د خدمت غوښتنه وکړه.

ښاغلي حماس وويل: دا نظام په زیاتو قربانیو راغلي دی، تاسي ټول بايد عامه ذهنیت جوړولو او  نظام ساتنې لپاره کار وکړٸ، ځوانان  د ولس او نظام تر منځ‌ د پل حیثیت لري، د نظام خدمات بايد تر ولس او نړيوالو پوري ورسوي، نوموړي ځوانانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او دوی يې په معنوي ډاليو ونازول همدارنګه يې د ځوانانو چارو له آمریت څخه وغوښتل، چي ورته مجلسونه دې په راتلوونکي کې هم جوړ کړي. 

راغلو قلموالو ځوانانو له ښاغلي حماس څخه مننه وکړه او ځيني ستونزې او غوښتنې يې ورسره شریکې کړي.

ښاغلي حماس د دوی د ټولو ستونزو او غوښتنو د حل د ژمنې تر څنګ ورته ځيني لارښوونې او سپارښتنې وکړي.

١٤٤٥/٩/٢٥هــ ق
١٤٠٣/١/١٦هــ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS