زابل کې د عربي ښوونیز ټولګي د پيل په موخه ازموینه واخیستل شوه
د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د دې رياست د ځوانانو آمريت تر چتر لاندې د عربي ژبې زده کړې د نوي وړیا ټولګى د پیل په موخه له لسګونه ځوانانو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د ځوانانو چارو آمر ملاعصمت الله شکیب آغا د ازموينې ګډونوالو ته د وینا پرمهال، د عربي ژبې پر ارزښت مفصلې خبرې وکړې او ځوانان یې وهڅول، ترڅو د نورو ژبو ترڅنګ عربي ژبه هم زده کړي.
نوموړي زیاته کړه؛ دلته به په وړیا ډول د مسلکي استاد له لوري عربي ژبه تدریس کيږي او په پای کې به فارغو کسانو ته لوړ علمي اعتبار لرونکی سند ورکول کیږي.
د یادوني وړ ده، چې دا مهال د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند ښوونيز مرکز کې سلګونه نور ځوانان هم د انګلیسي او کمپیوټر پر وړیا زده کړو بوخت دي.
۱۴۴۶/۳/۱ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱۴ هـ ل
