زابل کې د دولتي ادارو وياندویانو او خبريالانو ته جوړ شوی دوه ورځنی سيمينار پای ته ورسېد
د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري خبریالانو، د رسنیو کارکوونکو او د دولتي ادارو ویاندویانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی سيمينار پای ته ورسید او ګډونوالو ته یې بري لیکونه ورکول شول.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد وویل: په دې دوه ورځني سیمينار کې ګډونوالو ته د رسنیو قانون، راپور او اعلامیې لیکنې، ویډیو او ښه انځور اخېستنې برخه کې د باتجربه خبریالانو له لوري معلومات ورکول شول او د دوه ورځو په موده کې دې سيمينار له نظري برخې سره یوځای عملي برخې هم درلودې، چې د رسنیو د نویو کارکوونکو او دولتي ویاندویانو لپاره خورا ګټورې وې هغه زياته کړه؛ په راتلوونکي کې هم دې ته ورته پروګرامونو جوړولو پلان لري.
د دې ورکشاپ ښوونکو وویل، دا ډول پروګرامونه د رسنیو نویو کارکوونکو او دولتي ویاندویانو لپاره خورا اړین دي چې په دې دوه ورځې موده کې له دې ورکشاپه هغوی ډير څه ترلاسه کړل او دا ډول نور پروګرامونه هم باید جوړ شي.
د سيمينار یو شمېر ګډونوالو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، په دې دوه ورځو کې یې د راپور لیکنې او رسنیو په هکله ډیر څه زده کړل، دوی دا ډول پروګرامونه خورا ګټور وبلل او له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه یې د دا ډول نورو پروګرامونو جوړولو غوښتنه هم وکړه.
١٤٤٥/٦/٢٢ هــ ق
١٤٠٢/١٠/١٤ هــ ش
