روزګان کې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو او عنعنوي لوبو د دودولو په اړه له رسنيو سره ناسته وشوه
د روزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ناوړه دودونو د له منځه وړلو او عنعنوي لوبو د دودولو په موخه په سولې تفریحي باغ کې د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او ځوانانو سره ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمتالله ریحان وویل: ناوړه دودونه د ټولنې د سوکالۍ او اتحاد تر ټولو ستر خنډ دی، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان د ټولنې د اصلاح لپاره یو روښانه لوری ټاکي او ټولو اړخونو ته پکار ده چې د عامه ذهنیت د اصلاح لپاره ګډ کار وکړي.
ښاغلي ریحان زیاته کړه؛ ځوانان باید د مثبتو فرهنګي فعالیتونو، ادبي حرکتونو او عنعنوي لوبو له لارې د ټولنې د رغښت په برخه کې کار وکړي، همدا راز رسنۍ د عامه پوهاوي په برخه کې مهم رول لري او باید د خلکو تر منځ د سالمو اجتماعي دودونو د ترویج لپاره هڅې زیاتې کړي.
د ناستې ګډونوالو او خبریالانو وویل: رسنۍ د ټولنې سترګې دي او د عامه پوهاوي په برخه کې یې رول خورا اغېزمن دی، رسنۍ به د ناوړه دودونو پر ضد د عامه ذهنیت په جوړولو کې مثبت رول ولوبوي او د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د فرمانونو د محتواوو په اړه به پراخ پوهاوی وکړي، د ټولنې اصلاح ټولیز کار ته اړتیا لري او رسنۍ په دې برخه کې همکاریو ته چمتو دي.
۱۴۴۷/۵/۲۷ هـ ق
