رسنۍ دې خپل نشرات د اسلامي او ملي اصولو سره برابر کړي
یادې څرګندونې د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالله منصور چې د دغه ریاست د سنائي اونېزې لوی مدیر عبدالولي شاهین یې ملتیا کوله د سماع، غزنویانو او سعادت راډیو تلویزیونونو څخه د لیدنې پرمهال وکړې.
د یادې لیدنې اصلي موخه د رسنیو نشرات څارل او د رسنیو د ستونزو اوریدل و.
ښاغلي منصور په دغه ولایت کې د رسنیو له مسؤلینو وغوښتل چې خپل نشرات دې د اسلامي او ملي ارزښتونو د اصول او قوانینو سره سم کړئ.
په ورته وخت کې د دغه رسنیو مسؤلینو له یادې لیدنې څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې رسنۍ د حکومت او ولس تر منځ د پله حیثیت لري او د خپلو نشراتو په اړه یې ډاډ ورکړ.
۱۴۴۵/۲/۵ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۳۱ هـ ش
