رستاق ولسوالۍ کې د سیرت‌النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالي ترسره شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۸:۵۱
..

د تخار اطلاعاتو او کلتور ریاست او د یو همکار خیریه بنسټ له لوري په رستاق ولسوالۍ کې د دوو ورځو په موده کې د ۱۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د سیرت‌النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه.
له دې سیالۍ څخه موخې په ټولنه کې د مطالعې کلتور ته وده ورکول، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ﷺ) له سیرت سره د ځوانانو لا زیات بلدول او د علمي او فرهنګي سیالیو پر لور د ځوان نسل هڅول وو.
د یادې سیالۍ د پایلو اعلان غونډه کې ۲۰ تنو مخکښو ګډونوالو ته په ترتیب سره بېلابېل (لپټاپ کمپیوټر، ځیرک موبایل، بایسکل، لاسي ساعت، کتابونه او نور) ډالۍ ورکول شوې. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۴
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له پنځمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د پنځمې ناحیې د ښوونې او روزنې سیمې اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۰
Background image

لوګر کې د کتابونو او تاریخي آثارو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

یاد نندارتون د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري جوړ شوی، چې پکې د دیني او عصري علومو زرګونه ټوکو کتابونو ترڅنګ د عینکو مسو کان له لرغونې سیمې څخه ترلاسه شوي تاریخي آثار هم نندارې ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نارنج ګل دودیزه مشاعره د زرګونو ګډونوالو په شتون کې ترسره شوه، چې پکې د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، د ختیځ زون د زرګونه ولسونو سربېره د. . .

BACK TO NEWS