راډيو د اصلاح او پيغام رسولو غوره وسيله ده

wali_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۱۵:۲۰
راډيو د اصلاح او پيغام رسولو غوره وسيله ده

 

پورتنۍ څرګندونې تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد خوست ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هوا راډیويي شبکې لخوا د راډيويي ښوونځۍ او راډيويي انګليسي خپرونو ممتازو زده کوونکو ته د ډالیو او جايزو وېش په غونډه کې وکړې.
ښاغلي راشد په خپلو خبرو کې وویل، که موږ د رسنيو څخه سالمه استفاده وکړو، نو زموږ يو تن ژورناليست د ډېرو امامانو او خطيبانو په ډول د پيغام رسولو دنده ترسره کولای شي، دا ځکه چې د خطيب او امام د نصيحت اثر يوازې د مجلس په حاضرينو باندې وي، مګر د راډيو او ژورناليست غږ تر هر کور او هرې حجرې، نارينه او ښځینه تر غوږونو پورې رسېږي.

۱۴۴۵/۱/۱۱ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۶ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS