د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۲۴
..

د فراه اطلاعاتو او کلتور ریاست ګڼ شمېر قومي مخورو او ځوانانو ته د عاليقدر امير المؤمنين (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې (ناوړو دودونو مخنیوي) فرمان په اړه رونیز سیمینار وړاندې کړ.
مسؤلینو د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) ۱۷ مه ګڼه فرمان تشریح کړ او ناوړه دودونه يې بې ځايه، له دين څخه لرې او د ځوان قشر له منځه وړونکي وبلل.
دغه راز مسؤلینو ۱۷ مه ګڼه فرمان د نبوي سنتو او اصیل افغاني کلتور بيا را ژوندي کول یاد کړل او د سیمینار له ګډونوالو څخه يې په ټولنه کې د ناوړو دودونو پر ځای د اسلامي حکمونو او نبوي سنتو د پلي کيدو غوښتنه وکړه.
د سیمینار په ترڅ کې دیني عالمانو د ناوړه دودونو د منفي اغیزو په اړه خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ، چې د ناوړو دودونو له منځه وړل د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

د (حماسو کاروان) کتاب مخکتنه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د حماسو کاروان (د سلګونو شهید شویو زده کوونکو ویاړلی کاروان، حماسې او خاطرې) کتاب مخکتنه وشوه، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۷
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین له کویټي پانګه‌وال او السایر شرکتونو له رئیس سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال له کویټي پانګه‌وال او د السایر شرکتونو له رئیس محمد ناصر محمد السایر سره، په کابل کې ولیدل، چې په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د کوهستان حصه اول ولسوالۍ له رضاکارو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق په خپل کاري دفتر کې د دې ولایت د کوهستان حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمېټې له رییس او غړو سره وکتل او له هغوی سره یې. . .

BACK TO NEWS