د ګل غونډۍ تفريحي سيمه کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۹:۳۶
رذاتن

د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ګلغنډۍ تفریحي سیمه کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
پروان ولایت ګلغنډۍ تفریحي سیمه چې د اختر شپو ورځو کې د ۱۰۰ زرو سیلانیانو شاهده وه، او دا مهال هم ګڼ شمېر سيلانیان د تفريح په موخه يادې تفريحي سيمې ته راځي، نو په همدې اساس د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د زرګونو کتابونو یو ورځنی نندارتون پکښې جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي وویل: د کتاب مطالعه د انسان ذهن پراخوي او په ذهن کي نوي نوښتونه پیدا کوي، نوموړي له هیوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې د ارغوان ګلونو د ښکلاګانو د نندارو ترڅنګ د دې نندارتون څخه په ګټې اخستنې د ټلیفون د استعمال پر ځای کتاب مطالعه کړي، ځکه کتاب مطالعه کول د انسان په ذهن کې مثبت بدلون راولي.
نوموړي د یاد نندارتون موخه پروان کې د کتاب لوستنې کلتور ته وده ورکول وښودل.

۱۵/۱۰/۱۴۴۶ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS