د ګرځندوی صنعت د ارزښت او د سیاحتي جاذبو د پېژندنې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ګرځندوی صنعت د ارزښت، د سیاحتي جاذبو د پېژندنې او د ګرځندوی صنعت د پیاوړتیا په موخه، د سیاحتي شرکتونو مسؤلینو ته یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمدالله ضرار وویل: ګرځندوی صنعت د هېوادونو د اقتصادي ودې، د فرهنګي ارزښتونو د پېژندلو او د ملتونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي.
ښاغلي ضرار زیاته کړه، چې افغانستان د خپلو تاریخي آبداتو، لرغونو سیمو، طبیعي ښکلاوو او بډایه فرهنګي میراثونو له امله د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره ځانګړی ارزښت لري. د نوموړي په وینا، د سیاحتي شرکتونو مسؤلیت دی چې د ګرځندوی اصول، مسلکي معیارونه او د اسلامي امارت تګلارې په پام کې ونیسي او د هېواد تاریخي او سیاحتي جاذبې نړیوالو ته په ښه توګه وروپېژني، ترڅو د ګرځندوی صنعت لا وده وکړي او د هېواد مثبت انځور نړیوالو ته وړاندې شي.
دغه راز په سیمینار کې نورو ویناوالو هم د ګرځندوی صنعت د ارزښت، د سیاحتي جاذبو د پېژندنې، د سیاحت د ودې فرصتونو او د دغه صنعت د پرمختګ په اړه علمي او تخصصي معلومات وړاندې کړل او ګډونوالو ته یې په دې برخه کې اړینې سپارښتنې وکړې.
ورته مهال د سیاحتي شرکتونو مسؤلینو د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو او شته امکاناتو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې خپلې ټولې چارې به د اسلامي امارت د نافذه قوانینو، پالیسۍ او د ګرځندوی له اصولو سره سم پرمخ وړي او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره به غوره خدمات وړاندې کوي.
۱۴۴۸/۲/۱۷ هـ ق
