د ګرځندوی سکتور د پياوړتیا په موخه د ( ۲۵۳۴ ) سياحتي شرکتونو ارزونه ترسره شوې 

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۰:۷
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت روان کال په هيواد کې د شاوخوا ( ۲۵۳۴) سياحتي شرکتونو له چارو ارزونه ترسره کړې ده.
په دې ارزونه کې د یادو شرکتونو د خدماتو په څرنګوالي، له سیلانيانو سره د برخورد او تعامل، د ګرځندوی د قوانينو د بشپړ تطبیق، له جواز څخه د استفادې د څرنګوالي او نورې اړوندې چارې په جدي ډول ارزول شوي دي.
د ګرځندوی، مالي او ادارو چارو معينيت مسؤلينو د سیاحتي شرکتونو مالکينو ته په جدي ډول سپارښتنه کړې ده، چې له جواز څخه ناوړه ګټه اخېستنه، په ځانګړي توګه د انساني قاچاق په برخه کې د جواز د لغوه کېدو او عدلي او قضايي ارګانونو ته د ورپېژندل کېدو سبب ګرځي، په همدې اساس باید د ټولو سياحتي، زيارتي او درماني شرکتونو مالکين له جواز څخه د ناوړه ګټې اخېستو څخه په کلکه ځان وساتي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سياحتي، زیارتي او درماني شرکتونو تنظيم له خپلو کاري لومړيتوبونو څخه ګڼي، چې د یاد وزارت په هڅو د شرکتونو لپاره د جوازونو د ویش بهير کې اسانتیا، د هيواد او ولاياتو په کچه  یوه واحده اتحاديه رامنځته کول او د یادو شرکتونو کارونه له قانون سره سم برابرول  يې د یادونې وړ دي.

۱۴۴۷/۸/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

BACK TO NEWS