د ګرځندوی، مالی و اداری معین د جهادي اثارو د ساتنې لوی ریاست څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۲۶
...

د اطلاعات او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالی او اداری معین مولوي قدرت‌الله جمال د جهادي اثارو د ساتنې لوی ریاست څخه د لیدنې پر مهال د دې ریاست د ځواکمنتیا، پرمختګ او همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د جهادي آثارو د ساتنې لوی ریاست رئیس مفتي محمد طاهر کوه‌بندي دې ریاست ته د ښاغلي جمال د ورتګ څخه مننه وکړه او د یاد ریاست ترسره کړیو کړنو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
دغه راز ښاغلي جمال د جهادي آثارو د ساتنې لوی ریاست د کتابتون او د الجهاد اسټوډیو فعالیتونه هم وارزول او د دې ریاست د ترسره شويو کړنو د ستایلو ترڅنګ يې د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۷/۱۰/۲۱هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

BACK TO NEWS