د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين د سياحتي شرکتونو له مسؤلينو سره ناسته وکړه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۰:۲۳
....

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت اللّٰه جمال په خپل کاري دفتر کې د سياحتي شرکتونو له مسؤلينو سره ناسته وکړه.
ښاغلي جمال په دغه غونډه کې د سياحتي شرکتونو فعاليتونه مثبت وارزول او ژمنه يې وکړه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د يادو شرکتونو د فعاليت د لا ښه کېدو په موخه لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.
نوموړي همدارنګه وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت په داسې طرحه کار کوي، چې له مخې به يې ټول سياحتي شرکتونه د يوې واحدې ټولنې تر چتر لاندې راټول او ورسره به د حکومت او سياحتي شرکتونو ترمنځ همږغي لا ډېره شي او ژر به د دغه وزارت له لوري د سياحتي شرکتونو د فعاليتونو ارزونه هم پيل شي.
ښاغلي جمال ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اړوند انسټیټیوټ کې د ګرځندوی په برخه کې د مسلکي کسانو د روزنې په موخه ګړندۍ هڅې روانې او په راتلونکي کې به په دغه انسټیټیوټ کې د سياحتي شرکتونو استازي هم د روزنې په موخه جذب شي.
په ورته وخت کې د سياحتي شرکتونو مسؤلينو هم په دغه غونډه کې له دوی سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او خپلې ستونزې او وړانديزونه يې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معين سره شريک کړل.
د يادونې وړ ده، چې د ناستې په پای کې ښاغلي جمال د سياحتي شرکتونو مسؤلينو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې په وړانديزونو به يې هم غور وشي‌.

۱۴۴۶/۱۱/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS